نور می بچ کی ای بچیانو ستاسی کور افغانستان یم

نور می بچ کی ای بچیانو ستاسی کور افغانستان یم

اواز سندریزه برخه سندری خپروی

اواز سندریزه برخه سندری خپروی
که دسندرو په اصلیت کی مشکل لری یو ځل صفحی ته ریفریش ورکړی او انتظار سی او خوند تر ی واخلی

سندری واوری

Loading...

چهارشنبه ۶ ژانویهٔ ۲۰۱۰

بس تيريږي


بس تيريږي

كه هر څو كوښښ كوو نو دڅو ورځو ميلمانه يو او له دي پاني نړي څخه به لكه د كوچيانو كډي چه په څو شيبو كي له يوه دښته بل ته ځي ولاړ سو نن په دي مه مغروري كوه او مه يي دومره مهم ګڼه دا هر څه به درنه پاته وي
ته له څو متره سپين ټوكر سره ځي او نه دي ډالر په درد خوري چه ته يي دومره زياتوي اخر ولي نه پوهيږي ته
نه پوهيږي او كنه غواړي چه پوه سي دا ته ولي يوځل نه ځي هغه ځاي ته چه داسي كسان سته چه ته يي هيڅ نه ليدلي او ته يي په خپل مجلس كي نه پريښولي تا ته يي دانسان په سترګه نه كتل .
هر سهار غرمه او ماښام يي هرڅه خوړل كه يي هرڅومره عوښتل نو نوكرانو ورته راوړل شراب يي داخلي نه خوړل او تل يي له خارجي شرابو خوند اخيست نو ته كله له هغو سره ځان سمولاي سي .
تل يي امريت كاوه او چه څه يي زړه ويل كول يي دچا عزت ته يي خيال نه كاوه او نه يي دچا خيال ساته هو دا كسان خو لاسته چه نه تا ويني او نه ما نه ستا پروا كوي او نه زما .
له نازه به يي كبابونه او پلوونه نه خوړل تل يي ساده خوراكونه خوښول ما اوتا ديوي وچي ډوډي د رانيولو وس نه لرو تل يي له نوي موټر خوند اخيست بازار ته به يي لانوم نه و راغلي ده به لارانيولي و چا چه ورته وويل چه هغه پلانكي كاكا مړ سو ډير په عزاب وو مريض هم و خداي دي وبخښي موږ به ورته دوعاګاني شروع كړي خو ده به له مسكا ډكه خوله راواړول ويل به يي ….هاهاهاهاهاها نو وعد ه يي پوره وه خود به ځي دلوږي په لاري نه سو تلاي داسي وو لكه دپيرانانو اس دايي لاس و اودايي پـښه وه
يتيم ته به يي ددي په ځاي چه يو څه وركړي نو لازيات به يي زوراوه .؟.؟.؟
نن يي ته حال وګوره چه تر څومره خاورو لاندي دي او پاي يي څه سو هغه مستي او لويي چه به يي كول نن به څه كوي په كومه به ځئ او دچا څه به كومك غواړي ولي ده خو په دي دنيا كومك نه دي كړي چا ته به زاري كوي ولي ده خو زاري نه دي كړي دچا زړه ولي درد نه ورباندي كوي
ده په دنيا كي په چا زړه درد كړي
ولي نه ژاړي بايد وژاړي ده په دي دنيا نه دي ژړلي
ولي اور وانه خلي ده په دي دنيا كي له چا نه اور مړ كړي دي كنه
ولي په مشكل اخته دي ؟
كه يي دچا مشكل ورحل كړي واي نو نن به دده مشكل هم حل واي
څه چه كري هغه به ريبي
خو يوه خبره درته كوم .هغه دا چه ته وګوره چه له تيرو كسانو څخه څوك پاته دي او اخر مرګ سته او كنه
كه وي نو ولي داسي كوي
مسكين ولي ا زاروي
نو
بس تيريږي

یتیم

نور می دردونه ورک او ژوند می وژغوري


څلويښت مليونه امريكايي ډالره په پرمختيايي اوبنسټيزوپروژولگوي.

راپور-۶-۱-۲۰۱۰

په هلمندكې دميشتې ولايتي بيارغونې دډلې مسؤلين وايي چې دوى به په راتلونكوشپږومياشتوكې په دې ولايت كې شاوخواڅلويښت مليونه امريكايي ډالره په پرمختيايي اوبنسټيزوپروژولگوي.

په همدې موخه دچارشنبې په روځ په لښكرگاه كې دامريكادسمندري ځواكونو،ايساف،ځايي چارواكواودشاوخوا۱۵۰خصوصي شركتونوپه گډون يوه گډه غونډه جوړه شوې وه چې پكې دپرمختيايي پروژودپلي كولوپه لاروچاروبحث وشو.

په دې غونډه كې په هلمندكې دميشتې ولايتي بيارغونې ډلې ياپي آرټي مسؤلې لينډي كيمرون وويل چې په تيرميلادي كال كې دوى په هلمندپه ټوليزډول شاوخوا۳۵مليونه امريكايي ډالره په گڼ شميرلويواوكوچنيوپروژولگولي دي.

ددې په ويناچې په راتلونكي كې به ټولې هغه پروژې چې دمرسته كوونكوهيوادونولخوايې مالي لگښت ترسره كيږي دهغه افغاني شركتونوله لوري به پلې كيږي چې ښه كاري وړتيااومسلكي كسان ولري.

په دې غونډه كې دامريكاسمندري ځواكونوقوماندان جنرال نيكولسن وويل ددوى ځواكونوپه تيرودريومياشتوكې ۳۲۱پروژې پيل كړې چې شاوخوا۶۰مليونه امريكايي ډالره لگښت ورباندې راځي اوپه نږدې راتلونكي كې به په مرجه،نادعلي اوواشيرولسوالى پرمختيايي پروژې پيل شي.

خوپه هلمندكې دځينوخصوصي شركتونومسؤلين وايي چې په هلمندكې ډيرې پروژې پلې كيږي خوپه زياتره پروژودوى ته نه دي وركړل شوې.

ديادونې وړده چې څومياشتې وړاندې هم په هلمندكې دې ورته غونډه جوړه شوې وه چې په كې دگڼ شميرشركتونواستازوگډون درلود.

شنبه ۲ ژانویهٔ ۲۰۱۰

کرزی هلمند ته له ډيرو هلو ځلو ځخه وروسته سفر وکړ

راپور-۲-۱-۲۰۱۰

ولسمشرحامدكرزي دهلمندله اوسيدونكوڅخه وغوښتل چې خپل ځوانان دملي اردواوملي پوليسوليكوته وليږي.

دافغانستان ولسمشرحامدكرزى چې دفاع اوكورنيوچارونوماندووزيرانواوپه افغانستان كې دايساف ځواكونوعمومي قوماندان جنرال مك كرستال اودملي امنيت ريس يې ملتياكوله دشنبې په ورځ هلمندديوه ناڅاپي سفرپه ترڅ كې دهلمندله قومي مشرانواوسپين ږيروسره وكتل.

ولسمشرحامدكرزي دهلمندقومي مشرانو،ديني عالمانواوسپين ږيروته دخپلې ويناپرمهال وويل چې خپل ځوانان دملي اردواوملي پوليسوليكوته وليږي ترڅوپه دې سره پخپله دسيمې امنيت ټينگ شي.

ښاغلي كرزي همدارازپه نړيوالوځواكونويوځل بياغږوكړچې دعملياتوپرمهال دولسي وگړوله مرگ ژوبلې لاس واخلي اوله افغان ځواكونوسره په همغږى خپل عمليات ترسره كړي.

ولسمشركرزي په افغاني طالبانويوځل بياغږوكړچې دسولې لاره غوره كړي اوداساسي قانون په رڼاكې له نوروافغانانوسره خپل عادي ژوندپرمخ بوزي.

دكرزي كليپ))

((موږغواړوچې افغانستان دخپل بچي په لاس وساتل شي ددوى په تلفاتوموهم خوابديږي دوى هم ميندخويندې اوكورونولري آياموږدې تياريوچې اتلس مياشتې وروسته خپله خاوره پخپله وساتوخپل بچى عسكرى ته وركوودطالبانوپخلاينه غواړودتروريست وركول غواړوسوله غواړواودې ټكي ته به ډيرزردلويې جرگې له لارې راځو))

نوموړي همدارازوويل چې دنړيوالې ترهگرى ځالې په افغانستان كې نه بلكې په نوروسيموكې دي اونړيوال بايدددوى ځالې له منځه يوسي.

ده په هلمندكې دناامنى لامل دخلكونه همكاري وبلله اوزياته يې كړه چې خلك له دولت سره همكاري وكړي اودولت هم بايدپه خلكواعتمادوكړي اوترهرڅه بايدوړاندې دستونزې سرچينه وموندل شي اووروسته بياتصميم ونيول شي.

تردغه غونډې وروسته حامدكرزي اوورسره پلاوي دناوې ولسوالى ته هم سفروكړاوپه سيمه كې يې له مشرانوسره دهغوى دستونزوپه اړه خبرې وكړې.

پنجشنبه ۳۱ دسامبر ۲۰۰۹

په هلمندكې په دووجلاجلاپيښوكې اته ولسي وگړي وژل شوي اودولس تنه ټپيان شوي دي.

راپور۳۱-۱۲-۲۰۰۹
په هلمندكې په دووجلاجلاپيښوكې اته ولسي وگړي وژل شوي اودولس تنه ټپيان شوي دي.
يادې پيښې دچهارشنبې په ورځ دلښكرگاه اړوندپه باباجي اوموسى كلاولسوالى كې رامنځ ته شوې دي.
ځايي چارواكي دولسي وگړودمرگ ژوبلې پخلى كوي اووايي چې دپيښې دڅرنگوالي لپاره څيړنې كوي.


دهلمنددمركزلښكرگاه اړونددباباجي دسيمې لسگونواوسيدونكوچې دوژل شويوكسانومړي يې لښكرگاه ښارته راوړي وودپنجشنبې په ورځ وويل چې دهوايي بمبارله امله چې دچهارشنبې په ورځ مازديگرترسره شوپكې اته ولسي وگړي وژل شوى اويوتن ټپي شوى دى.
((۱-په دې ځاى چې شهيدان وشول پوه نه شووچې توغندى وه اوكه بمبارځكه دالوتكوغږهم وبې غرضه خلك دي ماشومان دي پكې،۲-درى ماشومان دي څلورله يوه كوره دي،يودبل كوردى دوه دبل كوره دي،۳-سلاح نه لري نه جنگ وونه ټك شوى غنم يې خړوبول پيښه رامنځ ته شوه اته تنه شهيدان دي اويوټپي دى.))
ددوى په ويناچې وژل شوي كسان دسيمې عادي اوسيدونكي اوكروندگردي اوله هيڅ كومې ډلې سره تړاونه لري.
بل پلودهلمندوالي محمدگلاب هم په ياده سيمه كې دولسي وگړودمرگ ژوبلې پخلى كوي خووايي چې له يادې سيمې څخه په ايساف ځواكونوډزې شوې دي.
((دهلمنددباباجي په سيمه كې يوه پيښه رامنځ ته شوه چې له بده مرغه پكې ولسي وگړوته مرگ ژوبله رامنځ ته شوه پلاوى نن سيمې ته استول كيږي ترڅودپيښې پوره څيړنه وكي اودپيښې څرنگوالى معلوم كړي زه دولسي وگړومرگ ژوبله چې په هرډول وي په كلكه غندم.))
دده په ويناچې ديادې پيښې دڅيړلولپاره يې يوگډپلاوى ټاكلى ، په سيمه كې به له نږدې خپلې څيړنې ترسره كوي ترڅودپيښې اصلي لامل څرگندكړي.
په همدې حال كې دموسى كلاولسوال ملاعبدالسلام وايي چې په همدې ورځ ديادې ولسوالى په بازاركې ديوه هوټل مخې ته دماين په چاودنه كې يولس ولسي وگړي ټپيان شوي اونوريې كوم زيان نه دى اړولى.

چهارشنبه ۳۰ دسامبر ۲۰۰۹

بله پیغله یې مړه کړه !!!

بله پیغله یې مړه کړه !!!

د امریکا يي مسلمان سرتیري په تا بوت د همدغه هیواد غوړل شوی بیرغ بارکو باما د ۲۰۰۹ عیسوی کال د نومبر به (۱۰) نیټه د وژل شوي عسکر مور ته په ډ یر ستر ا د ب ډالۍ کړ، او د هغې په چیت ا و چمبول مخ چې اوښکې لغړید لې لويه سا ه يې وښکله اوږد ور میږ یې د د درناوي په خاطر سینې ته ټیټ کړ .
نوموړي سرتیري په پوځ کې د ډاکتر دند ه د ر لود ه وژنه يې د مسلمانۍ ، بشریت ، او انسانشي کرامت له پلوه هر څو ک غند ي ، خو کا شکي چې دغه سخت زړوبهرنیو پوځیانو او پیلوټا نو زموږ د هلمند د خورو ورو بېسوا ده او بیګناه ماشوما نو اونجونو قبرونه د ‍زڼو په څیر نه کرلﺉ .
اوبا ما ! په همدغه ور ځ د هغه ۱۳ امریکا يي عسکرو په اړه چې په دې ورستیو کې په افغانستان کې وژل شوي وو ستره خوا شنۍ ښکاره کړله باوري یم که چیرې دی هم یو نا وسه ولسمشر وايې نو ضرور به يې د سترګو د کونجو نه بهید لو ا وښکو اوږ د ا و تور وشمه مخ یخ کړي وای ، ځکه نومړي د یوه زړه سواند واکمن په شان هغه وژل شوي سر تیري د خپل هیواد باتور او نوم یالۍ ویا د ول ، دا ځکه چې د بیګناه افغانانواو په خاصه توګه د هلمند یانو په وژنه کې یې څو څو واره میډالونه لاس ته راوړي وو .
د یوه لیکوال په حیث د د وي سپکاوي نه کوم خو د ا چې دوي په ډیر لوړو مراسمو د غرب په ځا ګړو هدیرو کې چې په ډیر منظم ډول یې د قبرونو په سر سپینې تیګې لګید لې او با ند نۍ ښکلايې د سړي پا م ور اړه وﺉ خو دا چې دوي د نکر او منکر په واړندې چوپه خوله پاته دې هغه د دوي د خپلې هغه پوهې نتیجه ده چې د مځکې تل ته يې ځانو نه رسولي اسمانو نو ته یې بې ستنو زنې جوړې کړي دي .
دا خبره به مې ډیر ځله اورید له چې د یو چا د تحقیر لپاره د خلکو په خولو ګرځید له هغه وخت مي شک په یقین بد ل شو چې کله مې د تلوېزیون په مخ د هغوي هد یرې ولید لې ، رښتیا يې ويلي چې د پلانکې کور لکه د عیسویانو قبر ظاهیر ښه ښکلا لري خو دا چې په منځ کې يي څه تیریږی په هغه خداي خبر دي ؟

په هر حا ل راځم پاته خبرو ته ! ښاغلیه اوباما تا چې په همدغه ور ځ د خپلو سرتیرو په ویر شونډې بړوسې کړې وې او په خبرو کې دې د جناز ې چا پریا ل پوره تا ثیر اچولي وو په همدې وخت کې دې د ډلو ډلو بیګنا ه پښتنو وژنه یا د وه ؟ د افغانستان د هر کونج افغانان مري خو ډلې ډ لې يې ځکه یادوم چې د هلمند څار وان کلا ، د فرا ، او کندوز پېښې ډیرې تا زه دي .

ایا تا تر اوسه د ې د بې ګنا ه افغانانو د وژنې په اړ ه لږ سوچ هم کړې ،ایا کله دې هم د هغه ۹ کلن ما شوم عبد الله په اړه چې د اکتوبر په میاشت کې د با با جي په سیمه کې د خړ واسکټو پوځویانو په قصدي راکیټ پښه ځنې پرې کړې وه یاد دې دي ؟
ایا هغه د فر ا ولایت پیښه دې ستر ګو ته ودرید له اي ښه پام دې ونیسه ۳۰۰ بې ګناه کسان دې ووژل ، ستا قدم په افغانستا نکې پوره غلت دې ، کله چې د ننګر هارۍ نا وې په نکریزو سره لاسونه رایاد کړم چې په سرو وینو کې یې د نکریزو رنګ ور ک شو نو مې ستا د ملک تیر شوي وحشتنا ک بې رحمه ولسمشر بو ش ته په خوله ډیرې تر خې خبرې راځې چې قلم یې د خپلې حیا له مخې په کا غذ نه پرېږدې خو اوس چې فکر کوم ستا وحشت هم بلا ګانې زیږه وي .
په ټوله نړۍ لاس بر یه اوباما د خپل هر هغه سر تیري سپیرو موزو ته چې په افغانستان کې یې د لس ها و بېګناه ما شومانو او ښځو ژوند د تور ټوپک په یوه ما شه اخستۍ وو د خپلې جګې ، تورې ، لوڅ لنګۍ میرمنې سره یو ځاي لا س په سینه و د ریدې ، را ته ووایه ستا دې په خپل عیسویت قسم وي چې د هلمند د با با جې د سیمې یوه پیغله نجلۍ چې د نومبر په (۱۱) ستا رالیږل شوو سرتیرو قصد اً د مرمیو په ویشتلو ووژله، دهغه قاتلینو په اړه دې پلټنه کړې ؟ نه هیڅ کله نه ښه پوهیږم چې د بهر میډیا هم دا ډول پیښې نه خپره وې او د افغانستان په رسینو کې تر دولتې سا نسور ورسته ډیر عادي خبر دي .

یوا ځې ټوله فکري انرژې دې په دې خورې چې څنګه نور بد ما شان ،بې پلاره او بې موره کوڅه ډ ب پیدا کړې او افغانستان ته یې را ولږې د ا کار به هم وکړې خو لوبه نشې ګتلي .

حسین اوباما جانه! ته خو لا څه کوې زموږ مشران دې هم د ځان په څیر کړې ، ښه بیله ګه یې تیر کا ل د یو د رجن ماشومانو هغه مړي وو چې په خا ورو سپرو بړستنو او چا د رو کې يې د یوه ډ له سپینږو په بدره ګه د ولایت مخې ته په د و موټرو ډینا موټرو کې ۱۸ مړي سر په سر افغان چا رواکو ته ایښې وو خو ښاغلو نه یواځې چې ور ته د تسلیت مراطب وړاندې کړې بلکې ویر لړي خلک یې په زور ددغه سیېمې نه وشړل ځکه چې د ا هغه مړه ما شومان وو چې د واده په خوشحا لیو کې یې په خپلو کي یو بل ته کنځا وې ټو کې . شوخي ، او د خندا شنې خولې ګر ځېد ل خو ستا یوه پیلوت یې خولې د خا ورو ور ډ کې کړې.

یو څو ک دې قنا عت را کړې د روا نې نومبر د میاشتې (۹) بیګاه هلمند یا نو مړي او د تیر کا ل پورته یا د و شوو مړو په غم افغان چا ر وا کو هم ځان خبرنه کړ ، نو خدای خبر چې د وژل شوې پیغلې کورنۍ ته به یې د هغې د سپین کفن پیسې ور کړې وي ؟

با با جې لښکر ګاه ته تر ټولو نیږدې سیمه ده خو لږ وړان دې یې نا دعلی پروت دې هغه ولسوالي چې د نومبر په ۳ یوه ډ له انګریزان یوه افغان سرتیري د خپل ټو پک د ګولیو خوراک کړل ددغه افغان سر تیري دیوه ملګري په خبره چې ځکه یې دوي وویشتل چې ډیر ې دا سې پیښې یې د دوې سره په ګډ و عملیاتو کې لیدلې وې چې افغان ما شومان يې خپل نښه ګر ځول .

د هلمند پې ار ټي د پیغلې نجلۍ د پیښې په اړه اعلامیه خپره کړې وه ذ کر کړي یی وو چې د دوي پوستې ته نیږدې یو موټر ډیر په تیزي ور غلی وو چې د نه درید و په صورت کې د د وي په خوله د سر تیري له لوري پرې ډیزي وشوي چې یوه خطا يي مر مۍ د مو ټر په شا سیټ کې په یوه ځوانۍ نجلۍ برا بره شوله چې د زیاتو ټپونو له امله يې ساه ور کړه .
په هر حا ل دا چې د افغان ما شومانو او نجونو مرګ د دوي شغل ګر ځید لي دا وحشت خو یې هسې هم نور د زغم نه وتلی ، خو دا سپن سترګي در واغ بیا نور هم د سړی عصاب ور خرابه وي ، دوي ویل چې يوه خطا يي مر مۍ په نجلۍ کې موښتې ده ، بیا یې لیکلی دې چې د زیاتو ټپونو له امله يی سا ه ور کړي .

زما د هغه ما شوم خبره ډ یره ځله په زیهن کې څپې وهې چې په زیړ رنګ د امرجنسي روغتون په ځانګړي سپین لباس کې د لر ګیو د ټککو سره زما تر څنګ په اوږده څو کۍ ناست وو

(( زما پښه خو پرې شوه خو مر غومان (وزې ) به څوک پټیو ته بیا يی بل ورور مې کشر دې پلام مې سپینږری دي زما پښه خو یې پریکړه چې امریکا یان نور کوچونیان دا سې نه کړي ))

عزیز احمد تسل .كابل

په هلمندكې دكرهڼې دمسلكي ليسې ودانى جوړه اودچهارشنبې په ورځ گټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

په هلمندكې دكرهڼې دمسلكي ليسې ودانى جوړه اودچهارشنبې په ورځ گټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دهلمندوالي محمدگلاب منگل په سيمه كې خبريالانوته وويل چې ياده وداني په دوه پوړه كې دشپاړسودرسي اوڅلوراداري خونوپه درلودلوسره ديوه كال په موده كې دڅه كم پنځه سوه زره امريكايي ډالروپه لگښت دانگلستان هيوادپه مالي مرسته جوړه اوگټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
((داودانى چې شپاړس درسي خونې لري څلوراداري يوه دكنفرانس خونه اوشپږسوه څلويښت زده كوونكي په يوه وخت كې ځايولى شي په دې باندې ټول لگښت چې دبرطانې دحكومت لخواوركړل شوى ۴۸۹زره امريكايي ډالره كيږي))
دده په ويناچې په دې ليسه كې په يوه وخت ۶۴۰زده كوونكي زده كړه كولاى شي.
ددغه ليسې په جوړولوسره دكرهڼې دبرخې زده كوونكي هم خوښي ښيي اووايي چې په دې ودانى سره به ددوى ډيرى ستونزې هوارې شي.

پلټنه وكړي .

در حال بارگیری...